د بلوچستان حکومت وايي، د پښتنو ولسونو په ځمکو کې به هېچاته د قبضې کولو اجازه ورنه کړي.
د سېشنبې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ په غوڼډه کې د حکومتي پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي منظور کاکړ وويل چې ځینې خلک دا وخت په احتجاج دي ځکه چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کوټه کې د دوی پر ځمکو په ناقانونه توګه د قبضې کولو هڅې روانې دي او ورته ويل کېږي چې دا سرکاري ځمکې دي.
د دی په ځواب کې د ځمکو صوبايې وزیر جعفرخان مندو خیل وویل چې حکومت هېچاته دغه ځمکې نه دي ورکړي ځکه چې دا د پښتنو ولسونو دي.