د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته سنتېدل غواړي


د شمالي وزيرستان ډانډې درپه خېل سيمې مشرانو د يوې جرګې د لارې له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې خپلو کورونو ته ستانه کړي ګينې په احتجاج به لاس پورې کړي.

د جرګې يو ګډونوال او قبايلي مشر اشرف خان نن (چارشنبه) مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې نور د دوی کورونه ړنګول بند کړي.

حکومتي چارواکو په ډانډې درپه خيل سيمه کې د کورنو ړنګولو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي چې د دې سيمې کډوالو ستنېدو به هم ډېر ژر پیل کړي.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو له وجې څه باندې ۱۰ لکه خلک بې کوره شوي وو چې ډېرې يې ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG