د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو پانګونه


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې له ۲۰۰۲ کال راپه دېخوا په احتمالي ډول په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې شا او خوا ۳۰ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د سېنشبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دغو پانګو ډېری برخه یې په مخابراتي شرکتونو، بانکونو، انرژۍ او یو شمېر نور برخو کې شوې ده:

"په احتمالي ډول له ۲۵ تر ۳۰ میلیاردو ډالرو پورې پانګونه شوې ده، په عمومي توګه دغه پانګونه په پنځو لویو اقتصادي سکټورونو کې شوې چې زیاته یې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شوې ده."

ښاغلي بهمن زیاتوي چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یو اعشاریه ۷ میلیارده ډالره پانګونه شوې چې یو اعشاریه ۲ یوازې د انرژۍ په برخه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG