د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنټ پيټرز بورګ: مېټرو کې چاودنې لس تنه وژلي ګڼ ژوبل


د سېنټ پیټرز بورګ مېټرو کې چادونې یوشمېر کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:51 0:00

د روسیې په سېنټ پيټرز بورګ ښار کې په ځمکلاندې اورګاډو (سب وې سيسټم) کې له بمي چادونو د لسو تنو وژل کېدو او نېږدو پنځوسو نورو د ژوبلېدو راپورونه دي.

د روس ولسمشر ولاديمير پوتين وايي د مرګ -ژوبلې اندېښنه ده. نوموړي نن (دوشنبه) مطبوعاتو ته وويل، چارواکي د ترهګرۍ په شمول د دې حملې په ټولو سببونو پام ساتي.

تاس سرکاري خبري اژانس د سرچينو په حواله ويلي چې لس کسان وژل شوي دي.

ځينو رپورټونو کې راغلي چې چاودنې دوې وي.

په سمدستي توګه د روس چارواکیو په دې اړه هېڅ بيان نه دی ورکړی.

په ټولنيزو مطبوعاتو کې خپرو شوو ويډيو کې ښکاري چې د چاودنې په ځای کې مړي او ژوبل کسان پراته دي او له مېټرو لوګی خېژي.

روسۍ رسنۍ وايي چې ځمکلاندې اورګاډي تګ راتګ یې د اوس لپاره درولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG