د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټرمپ به د روسیې ضد د کوټلیو ګامونو ملاتړ وکړي'


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلې Nikki Haley وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روسیې په وړاندې...

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلې Nikki Haley وایي، که د څېړنو په نتیجه کې معلومه شي چې کرېملېن د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې مداخله کړې ده نو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روسیې پروړاندې د کوټلیو ګامونو بشپړ ملاتړ وکړي.

هیلي د یکشنبې په ورځ له ABC ټېلیویژن سره په مرکه کې وویل، موږ هېڅکله هم نه غواړو چو یو بهرنی هېواد زموږ په انتخاباتو کې مداخله وکړي او زیاته یې کړه چې په دې کې هېڅ شک نشته چې روسیې په دغه کمپاین کې مداخله کړې ده.

هیلې د روسیې مداخلې په اړه څه باندې دوه اوونۍ مخکې هم له یوې بلې ټېلیویوژني شبکې NBC سره ورته څرګندونې کړې وې.

نوموړې وویل:

"فکر کوم زموږ هېڅوک دا نه غواړي چې څوک دې زموږ انتخاباتو کې مداخله وکړي. په همدې خاطر په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي. دې ته اړتیا لرو چې پوه شو چې هغوی په مشخص ډول په څه ډول دخیل وو او موږ باید هېڅ‎کله هم له دې شي سره موافق ونه اوسو."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې وویل، د روسیې پر وړاندې د دې سخت الفاظ د ټرمپ له هغو څرګندونو سره تضاد کې نه‎دي چې عام محضر کې یې کړي او ورڅخه داسې بریښي چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتو کې د روسیې رول کم ښیي.

هیلې وویل، ټرمپ یو ځل هم ورته نه‎دي ویلي چې پر روسیې له سختو انتقادونو لاس واخلي.

ټرمپ ویلي چې ګومان کوي روسي هک‎کرانو به د ډموکراټ ګوند ایمیلونه هک کړي وي خو د روسیې هر ډول مداخلې د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو پر نتیجې هېڅ ډول اغېز نه‎دی کړی.

ټرمپ د تېرې اوونۍ پای کې د ټویټر له لارې لیکلي و چې دا د خبري رسنیو هماغه جعلي خبرونه دي چې ویلي و د ټرمپ د بریالیتوب لار نشته چې اوس یې د روسیې یوه جعلي کیسه رامخ ته کړې ده چې هغه بیخي درواغ ده.

هیلې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ په عام محضر کې د روسیې په وړاندې کافي سخت دریځ غوره کړی وویل، په دې کې هېڅ شک نشته، هغه په دې اړه ډېر څه ترسره کړي او کوي یې.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د مسکو مداخله رد کړې ده.

پوتین د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د مسکو مداخله رد کړې ده.
پوتین د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د مسکو مداخله رد کړې ده.

د کریملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف د یکشنبې په ورځ ABC ټلویزیون ته وویل چې که د امریکا د څېړنو نتیجه هر څه وي روسیه ورته اندیښنه نه‎لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د متحدو ایالتونو په کورنیو چارو کې د مداخلې په اړه هر تور چې پر روسیې لګول کېږي هغه سپکاوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG