د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو کې د کرېملین ضد ګڼ مظاهره چیان نیول شوي


د سیاسي حقونو یوه ډله وايي، د روسيې پولیسو د یکشنبې په ورځ په مرکزي مسکو کې د اپوزیسون ډلې پنځوس مظاهره چیان نیولي دي.

تازه نیونې تر هغه یوه اونۍ وروسته شوې چې د کرېملین پرضد سخت انتقاد کونکي مدني فعال الیکسي ناولني مظاهرې ترتیب کړې او په ترڅ کې یې تر یو زرو زیات تنه پولیسو ونیول.

د ( او . وي. ډي انفو ) په نوم یوه ویپاڼه چېپه روسیه کې د مظاهره کونکیو پرضد د پولیسو فعالیتونه څاري لیکي، لومړی یو ځوان په داسې حال کې ونیول شو چې د روسیې د اساسي قانون مسوده ورسره په لاس کې وه او بیا یو بل تن چې د روسیې جنډه یې پورته کړې وه. تر دې وړاندې پولیسو د ۳۱ کسانو د نیولو خبر ورکړی وو.

په روسیه کې د مارچ ۲۶ مې نېټې مظاهرې چې لسګونه زره خلکو پکې د حکومت پرضد په لسګونو ښارونو کې، خپل غږ پورته کړ، په تېرو پنځو کلونو کې د خپل نوعیت تر ټولو لویې مظاهرې وې.

د روسيې حکومت د اپریل په لومړۍ نېټه ویلي ول چې د هغو نامعلومه کسانو خلاف د جنايي څېړنو امر یې کړی چې په مسکو کې یې، د یکشنبې د ورځې د اداري فساد خلاف بې اجازې مظاهرې یې ترتیب کړې وې. همدا راز راپورونه وايي چې حکومت یوشمېر هغه انټرنیټي پاڼې هم بلاک کړي چې د مظاهرو لپاره یې خلک لمسول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG