د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم پوله د لارۍ چلونکیو ستونزې


د ارشیف انځور کې تورخم ته په لاره د لاریو کاروان وینئ.
د ارشیف انځور کې تورخم ته په لاره د لاریو کاروان وینئ.

د تورخم پولیټیکل چارواکې وايي پاکستاني ډریورانو ته يې د اپریل تر درېیمې نیټې پورې په تورخم پوله افغانستان ته د تلو اجازه ورکړي ده.

پوليټکل چارواکو د خالي په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې ډرايورانو لپاره به لازمې وي چې په تورخم دروازه خپل پاسپورټونه ښکاره کړي.

خو د خيبر ايجنسۍ د ټرانسپورټرانو يونين مشر شاکر اپريدي مشال راډيو ته وويل چې دا د مسئلې حل نه دي.

دا کوم ګاډي چې افغانستان ته لاړل دا په درېوو ورځو کې واپس نه شي راتلی، دا ګاډي به هلته ایسار پاتې شي، ځینې به بیا دې خوا ته ایسار پاتې شي، ځکه چې دا خو په زرګونو لارۍ دي، دا په دوو او درېوو ورځو نه کېږي، پکار ده چې حکومت ډرایورانو ته د تګ راتګ لپاره ځانګړي کارتونه ورکړي.

د پاکستان حکومت په فرورۍ مياشت کې د سند صوبې په سیهون شريف کې د لال شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد وروسته له افغانستان سره تر یوې میاشتې پورې پولې تړلې وې.

XS
SM
MD
LG