د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ وايي، د اتحاد غړي هېوادونه د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي.
نوموړي د پنجشنبې په ماښام په برسلز کې خبریالانو ته وویل،د ناټو پیغام دا دی چې د سولې لوري ته هر اقدام باید د افغانانو په مشرۍ وشي.
سټولټنبرګ دا څرګندونې د ناټو او روسیې د شورا تر غونډې وروسته وکړې. مسکو د اپرېل په نیمايي کې د ۱۲ هېوادونو غونډه وربللې چې پکې د افغانستان سولې په اړه بحث کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا یې د غونډې لپاره پلاوی نه دی ټاکلی.