د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، د روسي پوځ یوه پلاوي د شمالي وزیرستان سفر کړی


د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، د پلاوي مشري د هغه هېواد د پوځ عمومي سټاف مرستیال مشر اسراکوف سېرګې یوري اېوېچ کوله چې ورته په میرامشا کې له ټولو ترهګرو څخه د قبایلي سیمو پاکولو د هڅو او د ډېورنډ پر کرښه د پولې انتظام په اړه معلومات ورکړل شول.

په بیان کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو قبایلي سیمو ته دا د روسي پوځ کمساری سفر ګڼل کېږي.

البته تېر کال په سېپټېمبر کې د روسيې ځواکونو یوې ډلې له پاکستاني پوځ سره ګډ تمرینونه کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG