د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: ځانمرګي برید کې د مړیو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد


د عراق په پلازمینه بغداد کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته رسیدلی ده. په برید کې ۴۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

عراقیو چارکیو د چارشنبې په ورځ وویل چې برید کوونکي له بارودو ډک یو ټینکر هغه وخت په چاودنه کې والوځولو چې یوې امنیتي پوستی ته په رسیدو وو.

په برید کې د دریو پولیسان چارواکي وژل شوي او نور ګڼ شمیر ټپیان شوي دي. نور ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان عادي وګړي دي.

تراوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلی خو په داسې حال کې چې په موصل کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې مرکز د امریکا په مشرۍ د ځواکونو د برید لاندې دی. د اسلامي دولت ډلې وسله والو دې ته ورته بریدونه عملي کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG