د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د سلګونو روسي مظاهره چیانو نیول کېدو اندېښمن کړي یو


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر

امریکا په روسیه کې د سلګونو مظاهره کونکیو نیول غندلي او وايي دوی د اداري فساد پر ضد د مبارزه کونکي فعال ( الیکسي ـــ ناوالني ) ګرفتارۍ اندېښمنه کړي دي.

مدني فعال الیکسي ناولني د پولیسو په ولکه کې دی
مدني فعال الیکسي ناولني د پولیسو په ولکه کې دی

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر پرون په یو خپور شوي بیان کې ویلي، دوی پر روسي حکومت غږ کوي چې ټول نیول شوي، سوله ایزه مظاهره کونکي دې زر خوشې کړی. نوموړی وايي، د سوله ییزه مظاهره کونکیو، خبریالانو او د بشري حقونو د څارونکیو ګرفتاري، د جمهوري اقدارو سپکاوی دی.

پولیسو ښاغلی ناولني، او د هغه سره سلګونه نور مظاهره کونکي، وروسته له هغې ونیول چې په زرګونو مظاهره کونکي د روسیې په بیلا بیلو ښارونو کې لاریون ته راووتل. دا په تېرو څو کلونو کې په روسیه کې د خلکو تر ټولو پراخ لاریون و چې مخې ته راغلو.

روسیې سلګونه مظاهره چیان نیولي
روسیې سلګونه مظاهره چیان نیولي

الیکسي ـــ ناوالني چې د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې د مسکو د ښاروال مقابلې ته ولاړ و، او اوس یې اعلان کړی چې د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې به ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي، پر خپلو ملګرو یې غږ کړی چې د هغه په نه شتون کې دې هم خپل لاریون ته ادامه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG