د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ډیورنډ پر کرښه کټارې لګوي


د ارشیف انځور کې وینئ چې په تورخم کې ماشومان د کټارو شاته ولاړ دي.
د ارشیف انځور کې وینئ چې په تورخم کې ماشومان د کټارو شاته ولاړ دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه وايي افغانستان سره يې پر ډيورنډ کرښه، په مومندو او باجوړ کې د اغزن تار لګول پيل کړې دي.

د پوځ په پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي چې جنرل باجوه پرون اورکزو او مومندو ته تللی و او هلته يې د پوځيانو سره ليدلي دي. د باجوه له خولې زياته شوې چې د ترهګرو مخنيوي لپاره به خپله څارنه زياتوي.

تر اوسه افغان چارواکو د جنرل باجوه پر دې خبرو څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې پر ډيورنډ کرښه د دروازو او اغزن تار لګولو په مخالفت کې یې ويلي چې دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د شوو هوکړو سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG