د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت تکړه زده کوونکو ته جایزې ورکوي


خیبر پښتونخوا حکومت په سکولونو او کالجونو کې د زده کوونکو د ډاډګیرنې لپاره د مالي مرستو ورکولو پریکړه کړیده.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم د څانګې سبکرټر قیصرعالم مشال راډیو ته وویل چې کوم زده کوونکی د لسم یا دولسم په امتحان کې په تعلیمي بورډ کې پر لومړي ځاي راشي نو لس لکه روپۍ به ورته ورکول کیږي.

هغه وویل چې پر دویم نمبر راتلونکي ته به پنځه او دریم ته به درې لکه روپۍ د جایزې په توګه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دا پریکړه يي د زده کوونکو د ډاډګیرنې لپاره کړیده چې هم د روان کال نه به عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG