د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د پخواني ولسمشر لور ته د بند سزا واورول شوه


د ایران یو عدالت د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنچاني لور ته د حکومت پرضد د پروپیګڼډې په تور د بند سزا اورولې ده.

د اپوزیشن ډلې د جمعې په ورځ پر خپله ویب پاڼه ویلي دي چې فایزه هاشمي ته د عدلیې او پاسداران انقلاب پرضد د انتقاد له کبله د شپږو میاشتو د بند سزا اورول شوې ده.

پینځه پنځوس کلنه فایزه هاشمي په ځانګړی توګه د عدلیې په مشر تنقید کوي.

په ایران کې اصلاح غوښتونکي پر عدالتونو تور پوری کوي چې د ضمانتونو ورکولو په بدل کې له خلکو مالي ګټې اخلي.

فایزه هاشمي تر دې وړاندې هم د عدالت په امر نیول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG