د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ۱۵ زره پناه غوښتونکي اروپا ته استوي


د اروپايي اتحادیې او ترکي تر مینځ سیاسي کړکیچ پر زیاتېدو دی او ترکي خبرداری ورکړی چې ۱۵ زره پناه غوښتونکي به اروپايي اتحادیې ته واستوي.

ترکي د شنبې په ورځ ویلي له اروپايي اتحادیې سرهله هغه لوظنامې نه به بهر شي چې تېرکال په مارچ کې شوې وه او پر اساس یې تر ډېره حده اروپايي هېوادونوته د پناه غوښتونکو د تګمخنیوی شوی و.

د ترکي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو بېګا وویل، “که انقرې هغو زرهاوو غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو ته لار خلاصه کړه نو په "برسلز به سر وګرځوي”

د ترکي او اروپايي اتحادیې ترمنځ سیاسي کړکېچ تر هغه وروسته زیات شو چې هالند د ترکیې دوو وزیرانوته هلته په سیاسي غونډو کې د ګډون اجازه ورنکړه. خو د جرمني حکومت یوه ویاند د شبنې په ورځ وویل، لا داسې نه برېښي چې انقرې لوظنامه معطل کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG