د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره ویني


ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر نن(جمعه) په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف سره وویني.

د ملي امنیت سلاکار ویاند تواب غورځنګ بېګا مشال راډیو ته وویل، اتمر به له لوړپوړو روسیو چارواکو سره د ترهګرۍ او نشه يي موادو د قاچاق پر ضد پر مبارزو خبرې کوي.

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین هم د پنجشبنې په ورځ ویلي، له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه يي موادو ضد مبارزې په ګډون په نورو برخو کې هم مرستو ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG