د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په تېرو څو کلونو کې ۸۰۰ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي


يو راپور چې نن چارشنبه خپور شوى وايي، په شام کې له ٢٠١١م کال راهيسې د ”جنګي جرايمو د اعمالو“ له کبله څه باندې ٨٠٠ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه راپور چې په لانسِت مېډيکل جورنال (Lancet medical journal) کې خپور شوى وايي، ډېر روغتيايي کارکوونکي پر روغتونو د بمباريو، ډزو، شکنجې او اعدامونو په نتيجه کې چې لويه برخه يې حکومت پلوه ځواکونو ترسره کړې وژل شوي دي.

د راپور له مخې له صحي اسانتياو نظامي ګټه د سلګونو روغتيايي کارکوونکو د وژنې سبب شوې، په سلګونه نور بنديان شوي يا شکنجه شوي او پر سلګونو روغتيايي مرکزونو په لوى لاس او منظم ډول حملې شوې دي.

د دې خپرونې راپور وايي ۱۵ زره ډاکټران له شام څخه وتلي، چې له کبله يې په سلګونه زره ولسي وګړي له اساسي روغتيايي خدماتو بې برخې شوې دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG