د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکول ناروا ده'


د افغانستان د دیني عالمانو د شورا ریس وايي، په دې هیواد کې د جهاد فتوا ورکول ناروا ده.

د افغانستان د اجرایه ریس له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې مولوي قیام الدین کشاف دا خبره له عبدالله عبدالله سره د سه شنبې په ورځ په لیدنه کې کړې ده.

ښاغلي کشاف د سردار محمد داود خان پر روغتون وروستي خونړي برید ته په اشارې ویلي” هغوی چې د جهاد فتوه یې ورکړې په ناحقه دي. “نوموړې ویلي، هغه مفتیان چې دا ډول فتواګانې ورکوي له اسلامي اساساتو نه دي خبر.

په کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون یوه اونۍ مخکې خونړی برید وشو چې په کې تر ۳۰ زیات کسان چې ډاکتران، نرسان او ناروغان په کې شامل وو ووژل شول او شاوخوا ۹۰ نور ټپيان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG