د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابرارالله: د خیبر پښتونخوا مزدوران خپل حقونه غواړي


په خیبر پښتونخوا کې د مزدورانو اتحادیې ( محنت کش) مشر ابرارالله وايي، د پاکستان ټوبېکو کمپنۍ او د فیلپ مورس په نوم له کارخانو څخه د سلګونه مزدورانو د اېستل لامل دا دی چې هغوی د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړی دی.

ابرارالله د سېشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې ځینو مزدورانو ته به خپلې پوره تنخواګانې نه ورکول کېدې چې له وجې یې هغوې شکایت وکړ او له دندو لرې کړل شول.

د مزدورانو د دې ستونزو په اړه پاکستان ټوبېکو کمپنۍ ، فیلپ مورس او د

خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو لا د دې خبر تر خپرېدو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG