د لاسرسي ځای

تازه خبر

ابراهيمي: د پاکستان په اړه کانګرس کې وړاندې شوې طرحې هرکلی کوو


د افغانستان پارليمان مشر د امریکا په کانګرس کې وړاندې شوې هغې طرحې هرکلی کړی چې پکې غوښتنه شوې، پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ هيواد په توګه وپېژندل شي.

عبدالرووف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومې غونډه کې وویل چې ملګري ملتونه هم بايد دې مسلې ته پام وکړي چې پاکستان د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. اسلام اباد پخوا وختونو کې ورته تورونه رد کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG