افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید شفافې وي او په دې بهېر کې دې د هر ډول مداخلې مخنیوی وشي.
ولسمشرغني پرون د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو له مشرانو سره په غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت د شفافو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
د ولسمشر دفتر پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به راتلونکی کال ترسره کېږي.