پاکستان وايي ، پر دې غور کوي چې له افغانستان سره پر پوله څلور نورې دروازې جوړې کړي.
دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو وزيرمملکت بليغ الرحمان د جمعې په ورځ د سينټ غونډې ته په وینا کې کړې ده.
هغه ویلي چې نوې دروازې به په مومندو ، کرمه، شمالي او جنوبي وزیرستان ايجنسیو کې جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې تير کال د جون میاشتې پر دولسمه نېټه پاکستان پر تورخم د یوې نوې دروازې په جوړولو کار پیل کړو چې له کبله يې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې.
افغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.