د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو استازی وايي ، طالبان باید خبرو ته حاظر شي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى تاداميچي ياماموتو وايي، په افغانستان کې د امنيتي ستونزو د حل او اقتصادي ودې لپاره، دغه هېواد غښتلي سياسي نظام او نړيوال مالي ملاتړ ته اړتيا لري.

تاداميچي ياماموتو ، دا خبره پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړه.

نوموړي په عین حال کې د افغانستان د موجوده امنيتي حالاتو په اړه اندښنه هم وښودله.

تاداميچي ياماموتودا هم ویلي چې د افغانستان د شخړې د حل یوازې پوځي لاره نه ده.

نوموړي پر طالبانو ټينګار کړی چې د امن خبرو اترو ته کښېني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG