ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) وايي، په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړی استازی تېدامېچي یاماموتو خپل رپورټ وړاندې کوي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به پر هغه شکایت هم خبرې وشي چې کابل د اسلام اباد په اړه کړی او که څنګه؟
افغان حکومت په وروستیو کې پر ډېورنډ کرښه د پاکستان سرغړونو او د هغه هېواد نورو کړنو په اړه د امنیت شورا ته یو لیک استولی دی.
کابل وايي، پاکستان مېشته وسله والې ډلې په افغانستان کې حملې کوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.