د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي، د ردالفساد په نوم عملیات د کوم خاص نسل، فرقې یا ډلې پر ضد نه بلکې د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد دي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د پنجشنبې پر ماښام په خپور کړي بیان کې ویلي چې دا خبره جنرال باجوه د پوځ د کور کمانډرانو په پرونۍ غونډه کې کړې ده.

څه موده مخکې په پنجاب کې پر امنیتي او حکومتي ادارو تور پورې شو چې هلته د وسله والو پر ضد د عملیاتو په نوم، پښتانه ځورول کېږي.

بیان وايي، د پوځ مشر غونډې ته پر ډېورنډ کرښه په پړاوونو کې د خار دار سیم لګولو افغان کډوالو ستنولو او د عدلیې، پولیسو او د مدرسو په ګډون په تعلیمي نظام کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل.

بیان وايي،د پوځ قومندانانو د پوځي عدالتونو کار اغېزناکه وباله خو زیاته یې کړه چې د هغو عدالتونو د مودې غځولو پرېکړه به حکومت کوي.

XS
SM
MD
LG