'سیاسي ګوندونو دې د اسمبلۍ پر عامو څوکیو ښځو ته ونډه ورکړي'
د بلوچستان اسمبلۍ ښځینه غړیو غوښتنه کړې، سیاسي ګوندونه دې له ځانګړیو څوکیو سره سره ښځو ته د اسمبلۍ پر عامو څوکیو لپاره هم په انتخاباتو کې د برخې اخېستو اجازه ورکړي چې دغه ډول دوی په ښه توګه د ښځو حقوقو لپاره لا ډېر کار وکولی شي. دا څرګندونې دوی د یوې نړيوالې خیره موسیسې یو اېن ډي پي په مرسته د ترقۍ فاونډېشن تر سیوري لاندې د انتخاباتو په اړه په ښځو کې د پوهاوي موندلو یوې غونډې ته کولې. د ایوب ترین ویډيو راپور