د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سردار محمد داود خان روغتون برید، دوه تنه وژل شوي ۱۲ ژوبل


پر سردار محمد داود خان روغتون برید، دوه تنه وژل شوي ۱۲ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته لاهم روانه ده. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې هلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د برید کوونکو د له مینځه وړلو لپاره د افغان امنیتی ځواکونو هلی ځلې دوام لري. نن د چارشنبې په سهار شاو خوا ۹ بجې یو ځانمرګي د روغتون په مخ کې چاودنه وکړه او ویل کیږي چې څلور وسله وال روغتون ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي. د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتی مسوول محمد اسماعیل کاووسي مشال راډیو ته وویل چې تراوسه دوه مړي او ۱۲ تپیان وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي. افغان ولسمشر او اجراییه رییس د سردار محمد داوود خان پر وغتون برید غندلی او دا یې پر ټول ملت برید بللی دی.

XS
SM
MD
LG