د لاسرسي ځای

حنیف اتمر هندوستان ته لاړ


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نن په رسمي درې ورځني سفر هند ته ولاړ. د ملي امنیت شورا نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې هند ته د ښاغلي اتمر سفر د هندي چارواکو په رسمي بلنه ترسره کېږي.

نوموړی به د اسیا په ۱۹ امنیتي کنفراس کې د ګډون ترڅنګ، د خپل هندي سیال ډاکټر اجیت کومار دووال او د هند جمهوریت له نورو امنیتي او سیاسي مشرانو سره دوه اړخیزې لېدنې وکړي.

په خبر پاڼه کې زياته شوې: ((په دې لېدنو کې به، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشي.))

XS
SM
MD
LG