د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومتي پلاوی د پښتنو پر مسله پنجاب ته ځي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

درې اوونۍ وړاندې په لاهور کې تر شوي برید وروسته په پیل شوو عملياتو کې د پنجاب پوليسو او سوداګرو له خوا داسې پاڼې خپرې شوې چې پکې په پنجاب کې پر پښتنو د نظر ساتلو او د هغوی د راجسټر کولو حکمونه شوي وو.

پېښور: د خيبر پښتونخوا حکومت په پنجاب کې د عملياتو پر مهال په مشخصه توګه د پښتنو د ځورولو د تورونو د جاج اخستلو لپاره د يوې پارليماني ډلې لېږلو پرېکړه کړې ده.

د دې صوبې د اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل، دوی به هلته له پښتنو سره ويني او د ځورونو د تورونو په اړه به ورسره خبرې کوي.

اسد قیصر وویل ، په دې کمېټۍ کې د خیبر پښتونخوا د کابینې ټول غړي شامل دي کوم چې به د دوشنبې په ورځ ځي او وزیراعلی به ورپسې د سېشنبې په ورځ ورځي.

د نوموړي په وینا ، دا د وزیراعظم نواز شریف زمه واري ده چې ټولو خلکو ته دا احساس ورکړي چې پاکستان د ټول ولس ګډ ملک دی.

درې اوونۍ وړاندې په لاهور کې تر شوي برید وروسته په پیل شوو عملياتو کې د پنجاب پوليسو او سوداګرو له خوا داسې پاڼې خپرې شوې چې پکې په پنجاب کې پر پښتنو د نظر ساتلو او د هغوی د راجسټر کولو حکمونه شوي وو.

له دې وروستو په پښتون مېشته سيمو کې د پوليسو د کارويانو رپوټونو یو شمېر سياسي ګوندونه په قهر کړي دي.

دوی په پنجاب کې د مسلم لیګ نون ډلې حکومت په نسلي توپير کولو تورن کړی دی.

خو پنجاب حکومت وايي،د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره اخستل شويو ګامونو کې په مشخصه توګه پښتانه نه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG