د پیښور های کورټ وکیل او د شوقدر بار ایسوسي ایشن پخوانی مشر محمد جان ګګیاڼی نن سهار وسله والو وژلی دی.
د شوقدر پوليسو ویلي چې محمد جان له کوره شوقدر بازار ته روان وو چې وسله والو پرې برید کړی دی.
يو ځاي وکيل ياسين د پېښي په اړه نن مشال راډيو ته وويل چې نوموړی په موټر کې روان وو چې پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو ډزې پرې وکړې.
د شوقدر وکیلانو د محمد جان وژنې پرضد له عدالتونو بائیکاټ اعلان کړي دي.
د پیښی زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې ده.
محمد جان ګګیاڼی د وکالت تر څنګ د قومي وطن ګوند یو ځايي مشر هم وو.