د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار: بمي چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي ټپيان کړل


چارواکي وایي چې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند بانډې سيمه کې د سېشنبې په ورځ شاوخوا يوه نيمه بجه په يو زرنج موټر سايکل کې د ځای پر ځای شوو چاودونکو توکو چاودنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې د پېښې ټپیان د جلال اباد ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي او زیاتوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG