د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په هلمند کې یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري وژلي"


د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د وسله‌والو مخالفینو یو نفوذي کس ۱۱ پولیس وژلي او خپله تښتېدلی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن سېشنبه مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د لښکرګاه په دوهمه حوزه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي چې دغه نفوذي کس مېلمه راغلی و او یا د پولیسو ملګری و.

خو وسله‌وال طالبان وایي چې په لښکرګاه کې له پولیسو سره‌یې نښته کړې، پوسته‌یې نیولې او دولس پولیس‌یې وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG