د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له کانګرسه د دفاعي بجټ د زياتولو غوښتنه وکړه


سپينه ماڼۍ يا (وايټ هاوس) وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له امريکايي کانګرسه وغواړي چې راتلونکې کال لپاره دې دفاعي لګښت کې ۵۴ اربه ډالر زيات کړي او همدغومره پيسې دې له غيردفاعي لګښتونو له بجټ څخه کمې کړي.

په دې کې د بهرنيوو مرستو پېسو ډېره برخه کمول هم شامل دي.

ولسمشر ټرمپ د فرورۍ په ۲۷ د ګورنرانو يوې غونډې ته وويل چې دفاعي بجټ زياتولو لپاره د هغه تاريخي وړانديز د امريکې زوړ شوي پوځ بيا رغونې لپاره دی.

د رپورټونو ترمخه دا بجټ د ۶۰۳ اربو ډالرو دی او ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا په دې خطرناک وخت کې دنيا لپاره د امريکې د قوت، امنيت او ژمنتيا يو تاريخي پيغام دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG