د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: روسیه دې سمدستي د اوکراین ختیځ کې اوربند خپل کړي


امریکا له روسه غوښتي چې سمدستي دې د اوکراین په ختیځ کې اوربند خپل کړي او زیاتوي چې د روسيو پوځیانو او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو یوې ګډې قوا په سیمه کې نړیوال څارونکي په نښه کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یکشنبه/اتوار په یوه اعلامیه کې له روسه او په اوکراین کې له بېلتونپالو غوښتي ژر تر ژره دې خپلې درنې وسلې د جګړې له سیمې وباسي او نړیوالو څارونکو ته دې اجازه ورکړي چې په سیمه کې څارنې ته پوره لاسرسی ولري.

د واشنګټن دا غوښتنه تر هغه یوه ورځ وروسته شوې چې د اوکراین ختیځ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکیو ویلي، د بېلتونپالو تر واک لاندې ښار ډونېڅک په شمال کې وسله‎والو یوه بې‌پیلوټه الوتکه چې د اوربند څارنه‌یې کوله نیولې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، د امریکا متحده ایالات د اوکراین په ختیځ کې له نېږدې اوربند څاري.

تر دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د اوکراین حکومت وویل چې په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د دوی ۱۶ سرتېري د اوکراین په ختیځ کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG