د لاسرسي ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي داعش وسله والو ته د روزنې اسانتیاوې په پاکستان کې برابریږي. د دغه وزارت يو ویاند، نجیب دانش نن ازادۍ راډيو ته وویل چې په افغانستان کې فعال، د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش غړي پاکستانيان دي.

نوموړي وویل چې په دې تړاو اسناد اوشواهد هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې د " نیوامریکا " په نامه یو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې څومره داعشیان چی نیول شوي او وژل شوي، پاکستانیان وو.

پاکستان د دې تورونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو په پخوا وختونو کې يې ويلي چې دوی د ټولو وسله والو خلاف يو شان عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG