د لاسرسي ځای

لېبیا کې د ۲۷ کډوالو مړي موندل شوي


د سرې میاشتې نړیواله ادارې د پنجشبنې په ورځ وویل په لیبیا کې يې د ۲۷ کډوالو جسدونه موندلي دي.

په دې جسدونو کې د ۱۳ کډوالو مړي چې په یوه کانټېنر کې د ساه بندۍ له امله مړه شوي، هم شامل دي.

دا ۲۷ مړي په هغه یوه کانټېنر کې موندل شوي چې له څو ورځو راهیسې د مدیترانې سمندر ساحلي سیمې خومسته راوړل شوي و له چېرته نه چې هڅه کېده د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته ولېږدول شي.

سرې میاشتې ادارې ویلي له یاد کانټېنر څخه ۵۶ کډوالو ژوندي ویستل شوي چې سخت او سر سري ټپیان هم په کې شامل دي.

بل لورته د لیبیا په بله ساحله سیمه زوارا کې د ۱۴ کډوالو جسدونه له سمندر څخه موندل شوي دي.

لیبیا د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د قاچاق کېدونکو کډوالو د لېږد اساسي لاره بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG