د لاسرسي ځای

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک په پنجاب کې د ترهګرۍ مخنیوي په پلمه د پښتنو د ځورونې غندنه کړې.

دوی تېر مازیګر د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په خبرو کې وویل، په ټول هېواد کې د وسله والو ضد د عملیاتو کول ښه کار دی خو پښتانه باید و نه ځورول شي. عمران خان وویل، په پنجاب کې پخوا عملیات کول په کار ول.

تر خبري غونډې وروسته د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک مشال راډیو ته وویل، ژر به د پنجاب له حکومت سره د پښتنو د ځورولو مخنیوي په باب خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG