د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې چاودنې درې ولسي وګړي وژلي، نولس ژوبل


د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د یاد ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ په ښارګوټي کې د یوه دوکان مخې ته چاودنه شوې، چې د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن په خبره د یوه ماشوم په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او نولس نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وینا باروت په یو ولاړ موټر سایکل کې اېښودل شوي ول، چې کله د دوکان مخې ته د خلکو ګڼه ډېره شوه، نو چاودنه پرې وشوه.

دا پداسې حال کې ده، چې تر دې پنځه ورځې وړاندې هم د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د پیرکوټي په سیمه کې د ماین په چاودنه کې د دوه دیني مدرسو دوولس تنه کم عمره زده کوونکي وژل شوي ول.

تر اوسه د دې چاودنې پړه هېڅ یوې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخېستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG