د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امریکايي سناتورانو پلاوی افغان چارواکو سره غږېدلی"


د امریکايي سناتورانو یو پلاوی په کابل کې د افغان ولسمشر په شمول له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو خبرې کړي.

د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه‎پال مشال راډیو ته وویل، د سېشنبې په ورځ دواړو لورو په ارګ کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په امنیتي، اقتصادي، پانګونې او د پوهنې پر مسایلو بحث او خبرې وکړې.

مینه‎پال زیاته کړه، له دې سناتورانو سره په کتنه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او نور افغان چارواکو هم برخه لرله.

دواخان مینه‎پال زیاته کړه:

"له دوی څخه ځینو سناتورانو پخوا هم افغانستان ته سفرونه کړي و، خو د تېرو سفرونو په پرتله‌یې دا ځل د افغانستان د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې شمېرلې او محسوسې ګڼلې. دوی په ځانګړي توګه د اصلاحاتو برخه کې او همدارنګه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې شوي پرمختګونه او په عدلي او قضايي برخه اصلاحات وستایل."

امریکايي سناتوران په داسې حال کې له افغان ولسمشر سره ګوري چې نوموړی تازه په مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته افغانستان ته ستون شوی، چېرې چې ولسمشر غني هڅه وکړه، د نړیوالو پاملرنه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانې جګړې او د ترهګرۍ ځالو ته واړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG