د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نهه داعشیان وژل شوي


افغان چارواکي وايي د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې د داعش ډلې نهه غړي وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دغه وسله وال په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د يادې ډلې پرضد په روانوځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي.

نوموړي وویل چې په دغو بریدونو کې دوه نور وسله وال ټپیان شوې هم دي.

په دې اړه داعش لا څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG