د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني سیند کې د لال شهباز قلندر پر زيارت حمله وغندله


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سیند د لال شهباز قلندر پر زيارت حمله غندلې ده او د داعش په ګډون د ټولو تروريستي ډلو پر ضد پر مبارزه ټينګار کړی او د ترورېزم خطر يې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن بللی دی.

له بلې خوا د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د پاکستان په سند ايالت کې د لال شهباز قلندر پر زيارت حمله غندلې او د دې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله همدا راز پر خپل ټويټر په پيغام کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې ټينګار کړی دی.

د پاکستان په جنوب کې د داعش وسله والې ډلې د دې حملې د قربانيانو شمېر اتيا تنو ته رسېدلی دی.

په وژل شويو کې لږ تر لږه دېرش کوچنيان دي او تر سلو زیات نور کسان ټپيان شوي دي.

د سند ايالت حکومت پرون د درو روځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ.

دا په تېره اونۍ کې په پاکستان کې د بمي بریدونو تر ټولو خونړۍ حمله ده او داسې مهال شوې چې پاکستاني طالبانو او نورو تندلارو ډلو د نویو بریدونو ګواښونه کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د دفتر د معلوماتو له مخې، شريف دغه وژنه غندلې او دا يې د پاکستان د پرمختللي راتلونکي حمله بللې ده.

ده ویلي چې په خپل وس سره به د پاکستان د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG