د افغانستان ملي یووالي حکومت هیله لري چې د میونښ په امنیتي غونډه کې به د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د افغانستان ملاتړ او ورسره همکاري لا پیاوړې شي.
دا دوه ورځنۍ غونډه نن پیلېږي چې ورته ولسمشر اشرف غني بېګا جرمني ته ورغی. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا مشال راډیو ته وویل، هیله لري چې د نړۍ مشران به د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.
ده زیاته کړه چې ولسمشر غني به د غونډې پر مهال د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پېنس او یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو سره وویني.
ټاکل شوې د میونښ د امنیتي غونډې په څنډو کې د مشارکت او پرمختیا په نوم یو تړون هم د افغان چارواکو او د اروپایې ټولنې ترمنځ لاسلیک شي.