د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن: روس دې د اوکراین په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن خپل روسیي سیال ته ویلي چې که د مسکو او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې تر منځ همکاري غواړي نو کرېملېن باید د اوکراین په اړه پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

دا خبره نوموړي د پنجشبنې په ورځ په بون کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف سره په ملاقات کې وکړه.

د جي۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترځ کې له ټېلرسن سره تر لیدو وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل، دوی د شام، اوکراین او افغانستان په اړه خبرې وکړې او سره سلا شول چې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو په برخو کې باید سره پر مخ ولاړ شي. ده زیاته کړه چې ټول اختلافات یو دم نشي هوارېدای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG