د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ماسکو غونډه ګټوره وبلله


د روسیې په مرکز ماسکوکې د چارشنبې په ورځ د شپږو هېوادونو استازیو د افغانستان پر روان حالت او له طالبانو سره د سولې پر لارو چارو خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند فرامرز تمنا دا ډول غونډې د افغانستان لپاره ګټورې وبللې:

« د هند او روسیې ونډه، زموږ د سیمې د دوو سترو او پیاوړیو هېوادو په توګه کولی شي چې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي، په دې شرط چې پاکستان هم له افغانستان سره په همکارۍ کې د پام وړ صداقتولري»

د ماسکو په غونډه کې د چارشنبې په ورځ پریکړه وشوه چې بلې غونډې ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي هم ور وبلل شوي.

تر دې نژدې دوې میاشتې مخکې په ماسکو کې د روس، چین او پاکستان استازیو د افغانستان په اړه غونډه کړې وه. پر هغې غونډې کابل د دې لپاره اعتراض کړی و چې د افغانستان استازي ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG