د امریکا ولسمشر یو ځل بیا وویل چې ایران به پرې نهږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو تر منځ پر اټومي تړون هم اعتراض وکړ.
ټرمپ د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل:
"زما ادارې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او نور به هم ولګوي تر څو ایران پرې نهږدي چې اټومي وسله جوړه کړي."
په دې خبري غونډه کې د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتانیاهو هم و.
د بارک اوباما حکومت په وروستۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لوېدیځه غاړه کې د یهودانو له مېشت ځایونو سره مخالفت وکړ، که څه هم دا یو کوچنی ګام و چې د اسرائیل پر ضد واخیستل شو خو وروسته له څو لسیزو د اسرائیل په اړه د امریکا په تګلاره کې لومړی بدلون و.
ډونالد ټرمپ د چارشنبې په ورځ پر دې پرېکړې انتقاد وکړ.
وروسته تر دې چې ډونالد ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا لومړی ځل دی چې نتانیاهو واشنګټن ته سفر کوي.