د ننګرهار چارواکي وايي،د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې بېګا شپه په یو کور کې د کوټې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ دوه مېرمنې مړې شوي او د یو ماشوم او یوې مېرمنې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د پنحشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: چې یاده پېښه د چت د زوړوالې له امله رامنځته شوې او د پېښې د ټپیانو روغتیایي حالات د ډاډ وړ دی.