د لاسرسي ځای

د پاکستاني وزيراعظم دفتر وايي چې افغان ولسمشر اشرف غني نواز شریف ته ټیلیفون کړی او ورسره یې په لاهور کې د دوشنبې ورځې په ځانمرګې برید کې په رامنځ ته شوې مرګ ژوبله یې غمرازي کړې.

د وزيراعظم دفتر د سېشنبې په ورځ په يو بيان کې ويلي چې نواز شریف په دې ټیلیفوني خبرو کې ترهګري شریک دښمن بللی او ټېنګار یې کړی چې دا ډول بزدلانه بریدونه د دوی هوډ او عزم ته خنډونه نه شي جوړولی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د سېشنبې په ورځ په لاهور کې د امنيتي صورتحال په اړه غونډې ته په وينا کې وويل چې د ترهګرۍ ضد جنګ به منطقي انجام ته رسوي او ترهګرو ته به موثره ځواب ورکوي.

د دوشنبې پر ماښام په لاهور ښار کې د پنجاب اسمبلۍ بهر په یوه ځانمرګې برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات نور زخميان شوي ول.

په وژل شویو کې د پاکستاني پولیسو لوړ پوړي افسران هم شامل ول.

XS
SM
MD
LG