د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کنټرول کرښه درې پاکستاني عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي د دوشنبې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه له بمبر سیمې سره نزدې د هندي پوځیانو په ډزو کې د پاکستان درې عسکر وژل شوي دي.

د پوځ عامه اړیکو اداره ای اېس پي ار وايي، دا درې عسکر نایک غلام رسول، نایک عمران ظفر او سپاهي امام بخش نومېدلله ژورو ټپونو وروسته ساه ورکړه.

د نوموړې ادارې د معلوماتو له مخې د هند خوا ته هم ځاني تلفات اړول شوي خو په دې اړه لا هند څه نه دې ویلي.

دواړه ملکونه وخت په وخت په یو بل د ډز بندۍ د معاهدې ماتولوتورونه لګوي.

د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکې پروسږ کال د هند تر واک لاندې کشمیر په اوړي سیمه کې په پوځي هېډ کوارټر له برید وروسته نورې هم خرابې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG