د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوایي او ځکمني بریدونو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې د ځمکني او هوايي بریدونو له امله شپاړس تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:
د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند نرۍ اوبو سيمه کې د هوايي برید له امله ۱۱ تنه او د کوټ ولسوالۍ په سې پای سيمه کې د ځمکني بریدونو له امله ۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

خوږياڼی زیاتوي چې وژل شوي او ټپیان ټول بهرنيان دي خو دا نه وايي چې له کومو هېوادونو سره تعلق لري.

د ذکر وړ ده چې په کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د تېرې شنبې له ورځې راهیسې د بهرنيو ځواکونو په مرسته د ګډو امنیتي ځواکونو له لورې د شاهین پینځه په نوم عملیات پيل شوي چې د خوږياڼي په خبره د یادې مرګ ژوبلې تر څنګ يې نهه تنه مشکوک نیولي او په هسکې مېنې ولسوالۍ کې يې څلور کلي له داعش وسله والو څخه پاک کړي دي.

وسله والو د یادې مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG