د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر غني د متحده عرب ډیپلوماټانو له کورنیو سره غمرازي


ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عرب اماراتو له چارواکو سره د امنیتي مسایلو په او په خاصه توګه د کندهار پېښې د لومړینو پایلو په اړه خبرې کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د اماراتو له ولیعهد شېخ محمد بن زاهد ال‌ نهیان سره په کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي:

"ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال له ولیعهد شېخ محمد بن زاهد ال‌ نهیان سره د کندهار پېښې د لومړینو پایلو په اړه خبرې وکړې او همدا راز دواړه لوریو د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې هم خبرې کړي دي."

د ښاغلي مرتضوي په خبره ولسمشر همدا راز هغه د متحده عرب اماراتو ډیپلوماټانو له کورنیو سره هم غمرازي ښکاره کړه چې د کندهار په پېښه کې وژل شوي وو.

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته له رسمي سفر وروسته، د پرون ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG